پاكستان كښې د جاپان كمپنیو لپاره د سرمایه كارۍ پراخه موقعي شته۔ د وزیراعظم شهباز شریف د ټویوټا ایشیا صدر او سی ای او انډس موټرز سره خبرې
وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي حكومت په هېواد كښې د سرمایه كارۍ ودي لپاره صنعتونو له بشپړه آسانۍ وركولې شي، پاكستان كښې د جاپان كمپنیو لپاره د سرمایه كارۍ پراخه موقع شته، پاكستان كښې هائبرډ ګاړو پیداوار سره به د ایندھن درآمدی بل كښې كمې او قیمتی زرمبادله به بچت شي۔ د وزیراعظم میډیا آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده ټویوټا ایشیا صدر یوشیكی كونیشی او د انډس موټرز سی ای او علی اصغر جمالی سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د زيارت په ورځ ملاقات كړې ۔ ملاقات كښې په پاكستان كښې د جاپان سفیر متسوهیرو وادا، وائس چیئرمین ټویوټا انډس موټرز شن جی یناجی ، وفاقی وزیرِ خزانه اسحاق ډار، وفاقی وزیرِ صنعت او پیداوار مخدوم مرتضیٰ محمود، د وزیراعظم صلاحكار احد خان چیمه، خاص مرستيال جهانزیب خان، طارق باجوه او اړوند اعلیٰ چارواكو ګډون كولو۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل پاكستان جاپان ته د پرمختګ او سوكالۍ يو مهم شراكت دار په سترګه ګوري، پاكستان كښې د جاپان كمپنیو لپاره د سرمایه كارۍ پراخه موقع شته۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د ټویوټا په ځائې كچه د هائبرډ ګاړو پیداوار خوشبينه دې، پاكستان كښې د هائیبرډ ګاړو پیداوار سره به د ایندھن درآمدی بل كښې كمې او قیمتی زرمبادله بچت شي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت په هېواد كښې جدید ټیكنالوجی كښې سرمایه كارۍ ودي لپاره صنعتونو له بشپړه اسانۍ وركوي ، د پاكستان انجینئرنګ څانګي استعداد څخه ګټه پورته كولو سره سپیئر پارټس برآمدات زياتيدې شي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چې ټویوټا انډس موټرز 100 ملیونه ډالره سرمایه كارۍ سره پاكستان كښې په وړمبي ځل هائیبرډ ګاړو یونټ جوړ كړې كوم به چې ډير زر پيداوار پيل كړي۔ ملاقات كښې ووئيل شول چې ټویوټا انډس موټرز به د جولائی څخه آټو سپیئر پارټس برآمد پيل كړي، دې اقدام سره به په پاكستان كښې د ګاړو سپیئر پارټس نړيوال سپلائی چین كښې خپل ځائې جوړ كړي۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل د پاكستان انجینئرنګ څانګي استعداد څخه ګټه پورته كولو سره سپیئر پارټس برآمدات زياتيدې شي۔ پاكستان كښې د جاپان سفیر ووئيل چاپان لوئي كمپنۍ په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي لري۔ ګډون كونكو د وزیراعظم په مشرۍ كښې حكومت كاروبار دوست پالیسیو وزیراعظم ته پيرزوئني وړاندې كړي