حکومت راتلونكي مالي كال لپاره د 1100 اربه پرمختيائي بجټ منظوري وركړې٬ د دې مقصد د اقتصادي پرمختګ مطلوبه هدفونه ترلاسه كول دي۔ وفاقي وزير احسن اقبال نیوز کنفرنس
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې حکومت راتلونكي مالي كال لپاره د 1100 اربه پرمختيائي بجټ منظوري وركړې٬ د دې مقصد د اقتصادي پرمختګ مطلوبه هدفونه ترلاسه كول دي۔ د جمعې په ورځ پرېس كنفرنس ته د خبرو په مهال ووئيل په مجموعي بجټ كښې به 950 اربه روپۍ د پي اېس ډي پي له مخې او 150 اربه روپۍ د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ له مخئ په پرمختيائي سكيمونو عملدرامد لپاره استعمالولې شي۔ ده ووئيل د خزانې وزارت د پي اېس ډي پي كال 24-2023 لپاره د 700 اربه روپو تجويز وركړې ٶ كوم ډېر لږ وه په تحريري درخواست د معاشي نمو ترلاسه كولو لپاره وزیراعظم د 1100 اربه روپو د بجټ منظوري وركړې ده۔ ده ووېيل په كال 2018 كښې د 1000 اربه روپو پرمختيائي بجټ وړاندې كړې شو ٶ او كله چې اوسنې حكومت تېر كال اقتدار ترلاسه كړو چې د دې حجم كمولو سره 550 اربه روپۍ پاتې شو اوس پنځه كاله پس به د 1100 اربه روپو پرمختيائي بجټ وړاندې كېږي كوم چې ده ېواد پرمختګ لپاره زمونږ د ترجيحاتو عكاسي ده