پاکستان او ترکيه “يو زړه دوه بدنونه “دي، دواړو تل په سخت وخت كښې يو بل سره مرسته كړې ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د تركيه دورې په مهال ”حبر ګلوبل” سره مركه
وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان او ترکيه “يو زړه دوه بدنونه ” دي، دواړو عمر له په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي حجم به تر 5 اربه ډالرو زياتوٶ٬ كشميريانو ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق وركولو نه غېر په منطقه كښې امن شي راتلې، پاکستان او هند دې د وسلې او جنګي الوتكو اخستو په ځائ خپلو سيمو څخه غربت او د جهالت په خاتمه وسائل صرف كړي او شريكې شخړې دې سوله ايز مذاكراتو سره حل كړي، اتحادي حکومت پاکستان د ديواليه كېدو سنګين خطر نه بچ كړے، د ټولټاكنو نېټه به الېكشن كمېشن وركوي او مونږ به ئې پابندي كوٶ، د مئي په 9مه نېټه پېښو كښې د ككړ عناصرو په ضد به د قانون له مخې كاروائي كېږي، عمران خان په 9مه مئي د كرپشن او اختياراتو د ناجاېز استعمال په كېس كښې نيولې شوې٬ د ھغه په وېنا په پوځي تنصيباتو بريدونه شوي۔ د تركيه دورې په مهال ”حبر ګلوبل” سره په مركه كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د تركيه صدر رجب طيب اردوان ته يو ځل بيا په زبردسته كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وړاندې كوم، ھغوي د شك او شبې نه غېر ثابت كړې ده چې ھغوي يو زبردست مقابله كوٶنكے شخصيت دے، عظيم سياستوال او لارښود دے، د ترکيه اولس په ھغوي د غېر متزلزل باور څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل د پاكستان اولس ٬ حكومت او زما پشمول ټول ډېر خوشحاله دي او په دې كاميابۍ د لويے څښتن مننه كوي، زه صدر رجب طيب اردوان سره په ګده كار كولو كښې خوښي لرم دغسې چې مونږ خپلې د ورورولۍ اړيكې لا قوي كړې شوؤ او تجارت ٬ سرمايه كاري او رابطو سوا كړې شوؤ۔ ده ووئيل مونږ د وړاندې نه دا سلا كړې ده چې په راتلونكې دريو كالو كښې به مونږ خپل شريك تجارت تر پنځه اربه ډالرو د زياتولو هڅې كوٶ، دا څه ګران هدف نه دے٬ مونږ هيله لرو چې په ګده به دا هدف ترلاسه كړو۔ ده ووئيل تركيه او پاكستان دوه وروڼه هېوادونه دي ٬ په دوه بدنونو كښې يو زړه دے او د اړيكو تاريخ ئې په پېړو پخوانې دي،زمونږ زړونه يو بل سره درزېږي٬ تركيه د امن٬ سېلاب او زلزلې پشمول هره سخته كښې پاكستان سره ولاړه پاتې شوې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ به خپل تجارتي حجم زياتوٶ٬ مونږ د لمر توان په څانګه كښې د تركيه د سرمايه كارو مرستې ته سترګې په لاره يؤ ځكه چې تركيه د لمر د توان زبردست تجربه لري، مونږ به د تركيه سرمايه كارو ته د پن برېښنا په منصوبو كښې د سرمايه كارۍ هم بلنه وركوٶ٬ ترکيه نه يوازې خپل هېواد بلكې ګرده نړۍ كښې د پن برېښنا منصوبې ترسره كړې دي، د ديامر بھاشا په څير منصوبو كښې د مشتركه سرمايه كارۍ بلها موقعې دي، د ترکيه سرمايه کارو سره په دې خبره شوې ده او ھغوي په دې كښې خوښي ښكاره كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل د تركيه سرمايه كارو ته به سهولتونه وركولو لپاره ټولې ممكنه هڅې كوٶ دغسې چې ھغوي په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړې شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د استاذانو٬ زده كوٶنكو او مؤرخينو د پلاويو د تبادلو پراخه موقعې موجود دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زمونږ اړيكې د ورورولۍ دي او په هره سخته كښې يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ پاتې شوې يوو٬ د صدر اردوان د خوښې له مخې مې ھغه لپاره د پاكستاني امونو ډالۍ راوړې ده٬ د پاكستان سندھړي آم ډېر مشهور دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاكستان٬ ايران او تركيه ترمېنځه د رېل روډ نېټ ورك منصوبه د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تجارت زياتولو كښې اهم كردار لوبولې شي٬ د دې نېټ ورك بهترۍ ته اړتيا ده٬ دې سره به سفر آسان او كم مصرف شي ٬ زمونږ پېداوار او مصنوعاتو ته به په دې منډيو كښې د مقابلې موقع ترلاسه شي او ھغوي به دې څخه مستفيد شي۔ ده ووئيل د پاکستان افرادي قوت زيات پوهه لرونكې او ارزان دې او دواړو هېوادونو لپاره ګټور دے٬ كه تركيه په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي او يا پاكستان په تركيه كښې سرمايه كاري وكړي، د ترکيه ټيکنالوجي او د پاکستان افرادي قوت كه ترلاسه وي نو دا به يوه زبردست مجموعه وي چې ورسره به مونږ زيات قېمتي څيزونه نسبتا ً په ښه بيعه تيار كړې شوو٬ دې سره به زمونږ د شريكې مرستې او په منصوبو كښې يو نوے دور پېل وشي۔ ده ووېيل تېر كال پاكستان بدترين سېلاب سره مخ پاتې شو كوم چې د تاريخ زيات تباهي خپرونكو سېلاب وو ٬ درې كروړه 30 لكه كسان بې كوره شوي٬ زمونږ فصلونه تباه شوي٬ انفرسټركچر ويجاړ شوې او 30 اربه ډالره زيان شوې٬ د دې باوجود زمونږ قام زيات صلاحيتونه لري٬ قوي او بهادر دے ٬ مونږ د پېښو چېلنجونو مقابله كوٶ ۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان تركيه سره نزدې دفاعي اړيكې لري٬ په دې څانګه كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تر اوسه يو شمېر لوظنامې شوې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه قوي تزويراتي شراکتداري ده٬ پاکستان د ترکيه سمندري بېړئ جوړونكې كمپنۍ سره د مشتركه منصوبې برخه جوړ شوې٬ په دې تركيه كښې كار روان دې او څه برخه ئې په كراچۍ شپ يارډ كښې ترسره كېدو ته رسي، دا د شريك اشتراک يو زبردست مثال دے۔ ده ووئيل د ترکيه خپلواكي او سيمه ايزه سلامتيا پاكستان لپاره ډېر اهميت لري٬ تركيه د كشمير په مسئله تل د پاكستان غېر مشروط ملاتړ كړے دے په دې ئې مونږ مننه كوٶ٬ کشميريان ډېر سخت ژوند كوي٬ د هندي ظلمونو نه ګرده نړۍ خبر ده او د كشميريانو قربانيو څخه هم٬ د دې باوجو هند ضد كوي، د هند كشميريان په تسلط كښې د ساتلو عمل ډېر منفي اړخ دے ٬ بايد نړۍ له به پوهېدل وي لكه څنګه چې د شمالي آئرلېنډ مسئله حل شوې وه٬ څنګه چې د سوډان ، بلقان مسئلې هوارې شوې دي دغسې وخت راغلے دې چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كړې شي۔ دا د وخت ضرورت دې چې د كشميري اولس د هيلو له مخې د هغوي مسئله زره تر زره هواره كړې شي٬ ګني نو زمونږ په منطقه كښې امن نشي راتلے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې شهباز شريف پاکستان كښې د اتحادي حکومت د کاميابو ذكر كولو سره ووئيل په دې ورستيو كښې د تباه كن سېلاب مخنيوي لپاره بشپړه هڅې شوې دي٬ نړيواله ورورولي مو يو موټې كړې او په جنيوا كښې مو كامياب ډونر كنفرنس كړې٬ چرته چې دوست هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ د مرستې لوظ كړے٬ اتحادي حکومت پاکستان د ديواليه كېدو سنګين خطر نه بچ كړے ٬ تېر حكومت آئي اېم اېف سره لوظنامه نه ده پاللے چې په نتيجه كښې ئې پاكستان سنګين معاشي صورتحال سره مخ شو، مونږ د فېټف ګرے لسټ څخه پاكستان وباسلو چې كرېډټ ئې په مشتركه توګه حكومت او پوځي قيادت ته ځي٬ دا د پاكستان لويه كاميابي ده۔ وزيراعظم ووئيل د دې ستونزو باوجود مونږ خپل معيشت بهترۍ پلو روان كړے٬ مونږ په دې اقداماتو فخر كوٶ خو اوس هم مونږ ته لا لوے مزل پاتے دے ٬ اوس آئي اېم اېف سره نهمه جائزه بشپړول دي٬ مونږ شرطونه او مطالبې ترسره كړې دي٬ هيله لرو چې زر يا څه وخت پس د آئي اېم اېف بورډ د نهمې جائزه منظوري وركړي چې ورسره به زمونږ ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه ادارو سره د مذاكراتو لاره هواره شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د موجوده قامي اسمبلۍ موده په 13م اګست بشپړېږي٬ تحريك انصاف د كوټلې وجوهاتو نه غېر د قامي اسمبلۍ د تحليل كولو فشار اچولو كه ھغوي د اسمبلۍ تحليل كولو كښې خوښي نه لرله نو خپل دور كښې ئې دا كار ولې ونه كړو۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې عمر له د قامي او د څلورو واړو صوبائي اسمبليو انتخابات په يوه ورځ شوي دي، اوس دوي دوه اسمبلۍ تحليل كړې ٬ پنجاب د پاكستان لويه صوبه ده او په ماضي كښې د ځيني عناصرو لخوا دا بې بنسټه تورونه لګولي شوي چې پنجاب په هېواد خپل تسلط په ځايې ساتلې دې ٬ زمونږ عمر له دا موقف ٶ چې د پنجاب دريو واړو نورو صوبو سره د برابرۍ تعلق دے٬ كه مونږ له د يوې كورنۍ په څير مخ په وراندې تلل دي نو ټولو له په مشتركه توګه كردار لوبول دي او په نفع او نقصان كښې حصه دار جوړېدل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ټولټانكې كولو آئيني تقاضا ده٬ په وخت د دې تابيا پكار ده دا د جمهوريت مضبوطيا لپاره ضروري ده خو دا د ټاكنو كمېسون ذمه واري ده چې د ټولټانكو تاريخ اعلان كړي او مونږ به ئې پابندي كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د مئي په 9مه نيټه عمران خان د كرپشن او اختياراتو څخه د تجاوز د اقداماتو له مخې ګرفتار كړې شو٬ ده خپل څلور كلن دور كښې د نوازشريف په شمول د پاكستان تر ټولو لويو سياسي ګوندونو مشران د بې بنسټه تورونو له مخې د تورو تنبو شاته كړل٬ خو د تشدد يوه پېښه نه وه شوې٬ احتجاج نه وو شوې، مونږ په مهذب ډول په پارلمان كښې غږ پورته كړو٬ خو د عمران خان په ګرفتارۍ د ده په امر شرخوښو ډلو د هېواد اهم تنصيبات په نښه كړل چې پكښې پوځي تنصيبات هم شامل وو۔ وزيراعظم ووئيل په 6م جنورۍ كال 2021 كښې چې په كېپټل هل كښې څه شوي٬ دغه بريد كوٶنكو ته د قانون له مخې د عدالتونو لخوا سزا ګانے وركولې كېږي٬ آيا په پاکستان كښې د داسې عناصرو په ضد جلا سزا پكار ده كه يو سنګين جرم شوے دے نو قانون به خپله لاره خپله جوړوي ۔ ده ووئيل د پاكستان او تركيه اولس به په ګډه نړۍ لپاره د امن او څوكالۍ سفر مخ په وړاندې روان ساتي