LOADING

Type to search

پشتو نیوز

د بحيره عرب څخه راپورته كړی شوې سمندري طوفان بپر جوائے ساحلي سيمې ته نزدې رارسېدلې دې۔اېن ډي اېم اے

د بحيره عرب څخه راپورته كړی شوې سمندري طوفان بپر جوائے ساحلي سيمې ته رارسېدلې دې٬د طوفان د كيټي بندر څخه فاصله لا كمېدو سره تقريبا 150 كلوميټر پاتې شو۔د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي تفصيلات له مخې بپر جوائے د كراچۍ نه 230 كلوميټر او ټھټه څخه 235 كلوميټر جنوب سمت كښې دې۔د طوفان په كچه د هواګانو رفتار 120 نه تر 140 كلوميټر يو ساعت دې او د دې په مركز كښې 150 كلوميټر د يو ساعت رفتار څخه هواګانې چلېږي٬د كراچۍ پشمول د سندھ او بلوچستان نزدې ساحلي سيمو كښې تېزې سيلۍ او سخت بارانونو په صورت كښې اثرات رامخې ته كېدې شي۔د طوفان سمت به د شمال ختيز پلو وي او نن ماښام د دې د كيټي بندر او بهارتي ګجرات ترمينځه ساحلي سيمه كښې د ټكر كېدو امكان دې

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com