مکه مکرمه (اردو ٹائمز): سعودي خبري اژانس څلورو نړيوالو رسنيو سره د خپل نوعيت اولنۍ همكارۍ دلارې په بېلو ژبو كښې د روان كال حج سيزن 2023 کورېج لپاره تياريانې بشپړ كړې دي۔ انډونیشیا، پاکستان، ملائیشیا او د مصر خبري اژانس سره به د دې همكارۍ دلارې ميډيا پېغام رسولې شي او سامعين او قارئين ته مواد رسولو له به نوې ژبې كارولې شي۔ د انډونیشیا، پاکستان او ملائیشیا خبر رسنيو ادارو سره سره مډل ایسټ نیوز ایجنسی (اېم ای اېن اے ) سره د همكارۍ مقصد د دوئي د سرکاری ویب سائټس او د دوئي د نېټ ورك او ډيجيټل پلېټ فارمز د لارې د خپرونو دائره كار پراخا كول دي۔ دا همكاري به د دوه مقدس جوماتونو په خذماتو او دې مقدس ځايونو كښې د استوګنې او نقل وحمل سره د اړوندو خذماتو بهترۍ لپاره د سعودي عربستان لخوا په روانو هڅو هم رڼا اچوي۔ دې همكارۍ سره به هر كال د حج په ټول سيزن كښې د اېس پي اے لخوا د خبرونو كورېج هم زيات شي۔ سعودی پرېس اېجنسۍ د كورېج هڅو ملاتړ له يو د ګډې نيوز ايډيټنګ روم هم جوړ كړے دے۔ سعودي حكومت د يو پياوړي نظام او تګلارې له مخې حج كوؤنكو ته آسانۍ وركوي۔ دا همكاري به نړيوالو خبر رسنيو لپاره اېس پي اے سره د خپلې مرستې د لارې د مواد او پېغام حوالې سره يو نوې تجربه هم وي كومه چې د پرنټ ٬ بصري او آډيو ميډيا د اوږدې مودې تجربه لري۔ د يو شمېر اسلامي خبر رسنيو ادارو دې ميډيا اجتماع ته د سعودي ميډيا وزارت لخوا تكنيكي مرسته ترلاسه ده دغسې چې د اسلام د عظمت او روادارۍ حقيقي عكس په ډاګه كړې شي۔ اېس پي اے داسې قدم پورته كول غواړي كوم چې د ګډې ميډيا ورك لپاره د يو معياري پړاؤ نمائندګي كوي۔ په نوؤ ژبو كښې د همكارۍ د لارې به ميډيا پېغامونه بھاشا، اردو، پښتو ، سندھی، بلوچی، ملائی، تامل او هسپانوي ژبو كښې رسولې شي۔ دا ژبې به د اېس پي اے لخوا خذمات لا قوي كړي كومې چې دې څخه وړاندې په عربۍ ٬ انګلېسۍ ٬ فرانسيسۍ ٬ روسي ٬ چيني او فارسي كښې ميډيا مواد وړاندې كوي۔