LOADING

Type to search

پشتو نیوز

وزيراعظم شهباز شريف سره د بېلاروس خارجه وزير ملاقات وكړو

وزيراعظم شهباز شريف بېلاروس سره د اقتصادي٬ كركيلې٬ سائنس او ټېكنالوجۍ٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬تعليم٬كلتور او نورو څانګو كښې د شريكې مرستې زياتولو لپاره د پاكستان د عزم پخلې كولو سره وئېلي دي چې پاكستان بېلاروس سره خپلو په زړه پورې او ګڼ اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔د وزيراعظم آفس پرېس ونګ له مخې وزيراعظم شهباز شريف د شورو په ورځ په لاهور كښې د بېلاروس خارجه وزير سرګئې ايلينك سره ملاقات كړې۔ وزيراعظم د بېلاروس خارجه وزير ته هركلے ووې۔ خارجه وزير ايلينك وزيراعظم شهباز شريف ته د صدر لوكاشينكو پېغام وركړو چې پكښې وئېلي شوي چې بېلاروس پاكستان د منطقې يو مهم هېواد ګڼي او د سيمه ايز امن استحكام ودې لپاره د پاكستان هڅې ستائي۔وزيراعظم د بېلاروس خارجه وزير د هند لخوا په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو څخه خبر كړو۔ وزيراعظم د پاكستان او بېلاروس په كال 2024 كښې د سفارتي اړيكو په ځايې كېدو 30مې سالګرې په لړ كښې د اعلٰی كچ پلاؤ تبادلې او نورې هلې ځلې خوشبينې وګرځولې۔ په دې لړ كښې ده د بېلاروس صدر ته د پاكستان زر دورې كولو بلنه هم وركړه۔

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *