LOADING

Type to search

پشتو نیوز

د خزانې وزير اسحاق ډار او د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د پاكستان ټوبېكو كمپنۍ پلاوي وليدل

د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار او د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د پاكستان ټوبيكو كمپنۍ لمېټډ پلاوي د شورو په ورځ په اېف بي آر هېډكوارټرز كښې ملاقات وكړو۔د پلاوي مشري د آسيا بحرالكاهل٬مينځني ختيز او د افريقې لپاره د كمپنۍ ايريا ډائرېكټر وائل صابر كوله۔ پلاوي د هېواد په معاشي پرمختګ كښې د كمپنۍ كردار په اړه دواړو وزيرانو ته بريفنګ وركړو۔په دې موقع د پلاوي لخوا د نوې مالي كال بجټ لپاره تجاويز هم وړاندې كړې شول۔ د خزانې وزير د پلاوي لخوا د وړاندې كړې شويو تجاويزو هركلې وكړو او باور يې وركړو چې د نوې مالي كال وفاقي بجټ ته به د حتمي شكل وركولو په مهال د دې تجاويزو جاج اخستلې شي او په دې به مثبت پېشرفت كولې شي۔ده ووئيل چې د معيشت استحكام٬اقتصادي نمو او په هېواد كښې د كاروبار او سرمايه كارۍ سازګاره چاپېريال باوري كولو له به هڅې روانې ساتلې شي۔

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com