د عمران خان يوټرن ناوړه تاريخ لري٬ “د امريكې غلامي نامنظور” نعرې پورته كوؤنكې اوس هم ھغوي څخه مرسته غواړي۔ خرم دستګير خان
د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي چې د عمران خان يوټرن ناوړه تاريخ لري٬ له اولې ورځې څخه د امريكې غلامي نامنظور نعرې پورته كوؤنكې اوس هم د ھغوي نه مرسته غواړي٬ د مئي په نهمه او لسمه نيټه د پي ټي آئي شر خوښو٬ سكولونو٬ اېمبولنسز٬ حساس تنصيباتو او نجي املاكو ته زيان سولې، د مېرمنو حرمت د ډهال په توګه استعمالول ډېر ناوړه او د شرم وړ حركت دے٬ د مېرمنو د حقونو خبرې ھغه څوك كوي چې په جلسو كښې به ئې دوي سره بدسلوكي معمول ٶ، د مئي په لسمه نېټه پېښو كښې د ككړ شرخوښو په ضد به د قانون له مخې كاروائي كولې شي٬ د پن برېښنا او لمر توان منصوبو سره به د برېښنا په بيعه كښې كمې راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل يو وزيراعظم آئيني تحريك سره د عدم اعتماد د لارې چوكۍ څخه لرې كړې شوې او د نوي وزيراعظم انتخاب وكړے شو ٬ په رياست چې كومو خلقو د مئي په 9مه او لسمه نيټه بريدونه كړي د دغه دروغو پېل د سائفر د ګمراه كن كمپائن نه شوې۔ ده ووئيل په امريكا تور ولګولې شو چې تحريك عدم اعتماد لپاره يۍ پېسې وركړې او دا د دوي سازش ٶ۔ ده ووئيل آرټيفيشل انټيليجنس يوه نوې وسله ده كومه چې نړيوالې ميډيا بې نقابه كړې٬ كمال دې په دې د قام نه معافي غوښتلو نه غېر ټويټ هم ډيلېټ كېږي او د مېرمنې عكس هم لرې كېږي٬ د مېرمنو په معامله د پنجاب حكومت د ذمه وارۍ څرګندونه كړې٬ د لاهور ډي سي او اېس اېس پي آپرېشنز دواړه مېرمنې دي۔ ده ووئيل په يو شمېر جلسو كښې ښځينه خبريالو سره بدتميري شوې٬ كومو ښځينه مېرمنو چې په دوي تنقيد كړې د ھغوي په ضد ئې په سوشل ميډيا ناوړه كمپائن چلولې او ھغه مېرمنې د بشري حقونو د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته هم وړاندې شوې او دوي او د دوي كورنيو سره چې كوم سلوك شوې ھغه هم د قائمه كمېټۍ د رېكارډ برخه ده۔ خرم دستګير خان ووئيل د مئي په نهمه نېټه چې چا راډيو پاكستان ته اور لګولې دغه كسان نهه كاله وړاندې كوتكو سره د پي ټي وي په هېډكوارټرز قابض شوې وو٬ د مئي په 9مه نېټه په حساس تنصيباتو٬ سكولونو بريدونه شوې٬ په ميانوالي كښې د اېم اېم عالم د الوتكې ماډل سوځولې شوې٬ د شهيدانو يادګارونه په نښه كړې شوي٬ ميټرو سټيشن، موټروے ټول پلازې ، د پوليسو ګاډي او اهلكار، د چاغي ماډل تباه كړې شوې دا د جوړ كړې شوې سازش نتيجه وه٬ د دې نه وراندې دا ډول بريد يوازې ترهګرو كړې د كومو په ضد چې د كال 2014 نه تر 2016 د وخت وزيراعطم وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ كښې وسله والو ځواكونو عمليات پېل كړي وو ٬ ده ووئيل دا تزويراتي ټارګټنګ ٶ۔ ده ووئيل د هېواد د خارجه پاليسۍ پشمول يو شمېر چېلنجونه رامخې ته دي٬ په ختيز ګاٶنډ او لويديز هم مونږ ته چېلنجونه رامخې ته دي٬ نوي جيو پاليټکس چيلنجز دي خو منتخب حکومت او دفاعي ادارې عزم لري چې كورنۍ تخريب كاري به بيا نه كېږي او پاكستان به د جمهوري او آئيني مملكت په توګه مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل ټاكنې به په خپل وخت كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د برېښنا په څانګه كښې بهتري راغلې ده او د تهر سكرو څخه دوه زره مېګاٶاټ ارزانه برېښنا په سسټم كښې شامل كړې شوې ده۔ ده ووئيل حكومت به د توان ټولې منصوبې په وخت ترسره كوي۔ ده ووئيل د پن برېښنا او لمر توان دغه منصوبو سره به د برېښنا په بيعه كښې كمې راشي