LOADING

Type to search

پشتو نیوز

عمران خان له به توشه خانه ٬ القادر ټرسټ او د كرپشن په نورو كيسونو كښې ځواب وركول وي ٬ پي ټي آئي پريښودونكي رياست سره ولاړ دي٬ عطا تارړ

د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي چې عمران خان له به توشه خانه ٬ القادر ټرسټ او د كرپشن په نورو كېسونو كښې ځواب وركول وي ٬ پي ټي آئي پرېښودونكي رياست سره ولاړ دي۔ ده د زيارت په ورځ اسلام آباد هائي كورټ څخه بهر خبريالانو سره خبرې كولې۔ د وزیراعظم خصوصي مرستيال عطا تارړ ووئيل نيازبين خان تاخير چالونه وچلول٬ كه دې په زندان كښې وو نو په بلوچستان كښې به يو معزز وكيل وژلے شوے نه وو٬ په دې كېس كښې د وژلي شوي وكيل ځوي عمران خان په اېف آئي آر كښې نامزد كړے دے۔ ده ووئيل كريمنل مائنډډ دا ګڼي چې د ده وجود د رياست نه زيات مهم دے خو دا د دوئي تېروتنه ده۔ ده ووئيل په تېر سخت وخت كښې 5 كسانو مونږ پرېښودلې وو خو چې كله هغوي بېرته راغلل نو مونږ پراخا زړه سره هغوي ته هركلے ووے۔ ده ووئيل د جهانګير ترين ګروپ ډېر كسان مونږ سره دي او د كابينې برخه دي٬ په سباؤن كښې به هم دوئي سره مخ په وړاندې ځؤ۔ د پاكستان مسلم ليګ نون لارښود محسن شاهنواز رانجھا ووئيل چې د عمران خان وكيل لخوا دا تاثر وركړے شوے دے چې 120 ورځې پس ګوشوارې چېك كېدې نه شي ٬ دا خبره سمه نه ده٬ مونږ سپيكر ته خپل رېفرنس وړاندے كړے په كوم چې سپيكر معامله الېكشن كمېشن ته ولېږله ٬ په دې صورت كښې د 120 ورځو كوم بندېز نه لاګو كېږي۔ ده ووئيل د الېكشن كمېشن د پرېكړې 10 مياشتو وروستو هم كېس وړاندې نه ځي٬ د دې په مقابله كښی د نواز شريف د كېسونو به روزانه سماعت كېدو٬ ټاكنو څخه وړاندې پرېكړه وكړې شوه ٬ دا خصوصي ټريټمنټ عقل څخه بهر دے۔

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com