وزيراعظم شهباز شريف په متوازن بجټ وړاندې كولو د اقتصادي ډلې ستائنه وكړه
وزيراعظم شهباز شريف د ټولو ستونزو باوجود ټېكس فري متوازي بجټ وړآندې كولو سره د اقتصادي ډلې ستائنه كولو سره ووئيل چې معيشت كښې اصلاحاتو ته ډېر ضرورت دے، دا سياسي استحکام سره ممكن دے٬ ميثاق معيشت د اولس د خوشحالۍ او پرمختګ يوازينۍ لاره ده۔ ده ووئيل حكومت د سرکاري ملازمانو په تنخا كښې 35 فيصده او پنشنز كښې 17.5 فيصده اضافه كولو سره دوئي ته ريليف وركړېدے۔ دا خبره ده د خالي په ورځ خپل ټويټ كښې وكړې۔ وزيراعظم خپل ټويټ كښې په متوازن بجټ وړاندې كولو د اقتصادي ډلې ستائنه وكړه