پاکستان له اوس معاشي قوت جوړيدل دي٬ پرمختيائي كارونو سره به په هېواد كښې د معيشت پايه روانه شي ٬ اولس ته به روزګار ترلاسه شي۔ د خزانې وزير سينيټر اسحاق ډار پوسټ بجټ پريس کنفرنس ته وينا
د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي چې پاكستان له د اتومي قوت نه پس اوس معاشي قوت جوړېدل دي، زراعت ،صنعتونه او د آئي ټي پشمول بېلو څانګو ته ترجيح او مراعات وركړې شوې دي ٬ پرمختيائي كارونو سره به په هېواد كښې د معيشت پايه روانه شي او اولس ته به روزګار ترلاسه شي، د اقتصادي پرمختګ هدف د ترلاسه كېدو وړ دے٬ په وفاقي بجټ كښې ټولې شمېرې حقيقت پسندانه او عملي دي۔ د خالي په ورځ اقتصادي ډلې سره پوسټ بجټ كنفرنس ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير د راتلونكي مالي كال د وفاقي بجټ اهم اړخونه او اقتصادي ترجيحات رامخې ته كولو سره ووئيل چې حكومت په مجموعي توګه 14400 اربه روپۍ اېښودلې دي٬ پرمختيائي بجټ لپاره 1150 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دې، د صوبو پرمختيائي بجټ 1559 اربه روپۍ ساتلے شوېدے، د راتلونكي مالي كال په مهال د ګرانۍ شرح 21 فيصده متوقع ده٬ زرعي كاروباري قرضو لپاره لس اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي، ترسيلات زر به تجارتي زيان كمولو كښې مرستياله ثابت شي۔ ده ووئيل د تېرو څلورو كالو په مهال حكومتي قرض دوه چنده او د سود شرح 21 فيصده شوې، تعميراتي صنعت ته مراعات وركړې شوې دي٬ دې څخه 40 صنعتونه تړلې دي ۔ وفاقي وزير ووئيل په راتلونكي مالي كال كښې به يو لك او بل كال كښې به هم يو لك لېپ ټاپ زده كوٶنكو له وركولې شي۔ ده ووئيل پنشن لپاره 761 اربه روپۍ مختص كړې شوې دې، آئي ټي او سائنس لپاره 33 اربه روپۍ اېښودلې شوې دي۔ ده ووئيل چې ترقي كېږي نو اولس ته به روزګار ملاوېږي٬ زرعي څانګه د معيشت په پرمختګ كښې اهم كردار لوبوي، د وزيراعظم کسان پېکيج په سبب په دې څانګه كښې بهتري راغلې ده٬ سختې پرېكړې كولو سره مو معيشت بحال كړې۔ د خزانې وزير اسحق ډار ووئيل آئي ټي اهمه څانګه ده دې لپاره مو اقدامات زيات كړې دي۔ د آئي ټي څانګې لپاره خاص اكنامك زونز به ډېر زر بشپړ شي۔ د خزانې وزير ووئيل د اېف بي آر دوه كمېټۍ جوړوٶ٬ كومې چې به د بجټ تر منظورۍ كار كوي٬ په بجټ كښې د سېنېټ لخوا موصول شوې سفارشات مو په سنجيدګۍ سره اخستي دي، په ھغې كښې به حقيقت پسندانه او د عمل وړ تجويزونه په بجټ كښې شاملولې شي۔ ده ووئيل نان ټيکس ريونيو 2963 اربه روپۍ ده، مجموعي وفاقي محصولات 14463 ارب روپۍ دي٬ن ده ووئيل چې 7301 ارب روپۍ مارك اپ، 1804 ارب روپۍ به په دفاع خرڅ كولې شي۔ ده ووئيل د پي اېس ډي پي لپاره 1150 اربه روپۍ اېښودلې شوې دي كوم چې د تاريخ تر ټولو لوے پرمختيائي بجټ دے٬ كه په دې صحيح عمل وكړې شي نو د 3.5 فيصده پرمختګ هدف به ترلاسه كړو٬ كه صوبې په دې عمل وكړي نو دې سره به ډېره ګټه وشي۔