LOADING

Type to search

پشتو نیوز

خارجه سېكتر اسد مجيد خان به (نن) د آسيان ريجنل فورم په 30مه وزارتي غونډه كښې ګډون كوي

خارجه سېكتر اسد مجيد خان به (نن) د جمعې په ورځ د آسيان ريجنل فورم (اے آر اېف) په 30مه وزارتي غونډه كښې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل چې خارجه سېكتر به په غونډه كښې اسياء پيسفك لپاره د تشويش په سياسي او په امنيتي چارو د پاكستان نقطه نظر رامخئ ته كوي۔ دې ووئيل خارجه سېكتر به د اے آر اېف او د منطقې د هېوادونو سره پراخه شراكت دارۍ لپاره په سيمه ايزې مرستې او مكالمے د پاكستان د خواهش خاكه وړاندې كوي۔ د يادونې وړ ده چې ډاکټر اسد مجيد خان د آسيان ريجنل فورم په 30مې وزارتي غونډه كښې ګډون لپاره په انډونيزيا كښې د دې۔

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com